افغانستان له برازیل څخه په درنې ماتې سره دویم مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږ اړخیزو سیالیو کې د کوربه او د نړۍ د لومړۍ درجې لوبډلې پر وړاندې په ماتې سره دویم مقام خپل کړ.

19 اکتوبر 2026
1 د لوستلو دقیقې
national-futsal-team

دا لوبه نن شپه د کابل پر وخت په ۸:۳۰ بجو پیل شوه او څو شېبې وړاندې د برازیل پر وړاندې د افغانستان په شپږ پر صفر ماتې پای ته ورسېده.

د برازیل لوبغاړو په لومړۍ نیمايي کې یو او په دویمه نیمايي کې پنځه ګولونه د افغانستان په دروازه کې ووهل.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګول‌ساتونکي محمدجواد صفري په دې لوبه کې د برازیل د لوبغاړو یوه پنالټي مهار کړه او د ګول مخه یې ونیوله.

د دې لوبې په دویمه نیمايي کې عباس حیدري د برازیل پر لوبغاړي د خطا له امله او سید مرتضی حسینې د دوو ژېړو کارتونو د اخیستو له امله سره کارتونه واخیستل او له لوبې وایستل شول.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي په نیمه پایلوبه کې کیپ‌ورد ته د څلور پر دوه ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته رسېدلي وو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې له جاپان سره لوبه هم له ګول پرته مساوي کړې وه او پیرو ته یې درې پر صفر ماتې ورکړې وه.

اړوند مطالب

په خبرپاڼه کې ګډون

د ورځې مهم خبرونه په خپل برېښنالیک کې ولولئ.