په کینیا کې پر ایبولا د اخته کسانو شمېر اتو ته ورسېد

د کینیا چارواکو ویلي چې د ایبولا د یوې نوې پېښې له تایید سره، په دغه هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر اتو ته رسېدلی دی.

بخش خبر19 اکتوبر 2026
1 د لوستلو دقیقې
reuters

رویټرز د دوشنبې په سهار وختي، د اکتوبر په ۱۹مه، راپور ورکړی چې د کینیا روغتیايي چارواکو تېره ورځ دا خبره له ځايي رسنیو سره شریکه کړې ده.

د راپور له مخې، دغو چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د ۳۸ کسانو معاینات شوي او د یوه کس د ایبولا معاینې پایله مثبته وه.

ویل شوي چې نوی اخته شوی کس د ناروغ له ملګرو څخه و او لوښي او د بستر څادرونه یې پاکول.

په همدې حال کې، کینیا د بشپړ چمتووالي په حالت کې ده، ځکه د ایبولا پراخې وبا، چې مرکز یې په کانګو کې دی، اوس له پولو اوښتې او په سیمه کې خپره شوې ده.

کانګو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې دا ناروغي د دغه هېواد اتم ولایت ته رسېدلې ده؛ هغه څه چې په سیمه کې د دې ناروغۍ د لا ډېر خپرېدو په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

اړوند مطالب

په خبرپاڼه کې ګډون

د ورځې مهم خبرونه په خپل برېښنالیک کې ولولئ.