د بشري حقونو مدافعانو د کابل د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د جبري بېځایه کولو د درولو غوښتنه وکړه
د مدني ټولنې سازمانونو او د بشري حقونو مدافعانو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې د طالبانو له خوا د شخصي ځمکو او کورونو د نیولو او د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د جبري ایستلو د درولو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې راغلي چې د امید سبز ښارګوټي پر اوسېدونکو د طالبانو فشار زیات شوی دی.
د دې ښارګوټي ډېری اوسېدونکي شیعه هزارهګان دي او دا فشارونه د هغوی د زرګونو کسانو معیشت، روغتیا او امنیت ګواښي.
د لاسلیک کوونکو په وینا، شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کورنۍ، چې نږدې ۸۰ زره کسان پکې شامل دي، د بېځایه کېدو له خطر سره مخ دي.
لاسلیک کوونکو په امید سبز ښارګوټي او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو دا کړنې غندلې او د دې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.
هغوی همداراز غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په راتلونکي راپور کې د طالبانو له خوا د هزارهګانو د ځورونې بڼې ته پام وشي.
لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانیزم باید د جبري بېځایه کولو او د ځمکو د نیولو اړوند شواهد مستند او خوندي کړي، څو د دې کړنو د عاملانو د حساب ورکونې او ورپسې تعقیب لپاره زمینه برابره شي.
ګوزنیش

