د ایران او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د سیمهییزو بدلونونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په شپه، د اکتوبر په ۱۸مه، په ټیلیګرام کې په یوه خپاره شوي پیغام کې لیکلي چې له خپل مصري سیال سره یې د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
عراقچي ویلي چې په دې خبرو کې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو او د ثبات د ساتلو په موخه پر ډیپلوماټیکو هڅو او نوښتونو بحث شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره یې هم د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې سیمهییز کړکېچ زیات کړی دی.
خو تر اوسه د ایران او امریکا او همدارنګه د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو څرګندې پایلې نه دي لرلې.
ګوزنیش

