امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) نوې مشرې رباب فاطمې په خپله لومړنۍ لیدنه کې پر متقابل تفاهم او د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) نوې مشرې رباب فاطمې په خپله لومړنۍ لیدنه کې پر متقابل تفاهم او د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن ماښام (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د دې لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د راستنېدونکو د بشري اړتیاوو او د بشري مرستو د اغېزمنې همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاته کړې چې په دې برخه کې له سیاسي مسایلو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ له زیاتولو سره د بشري اړتیاوو پر پوره کولو ټینګار وشو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سربېره پر دې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو د کره او باوري معلوماتو د کارولو، د واقعي وضعیت د متوازن انځور وړاندې کولو او د طالبانو له اړوندو ادارو سره د اړینې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان اړتیاوو او ننګونو ته د رسېدنې لپاره د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو د دوحې بهیر د خصوصي سکتور او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو د فعالیتونو، د دغو ډلو د راتلونکو غونډو او د اړوندو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ په اړه هم خبرې وکړې.
دغه وزارت لیکلي چې په پای کې دواړو لورو د متقابل تفاهم او رغنده تعامل پر دوام او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د مشرې په توګه له یوه طالب چارواکي سره د رباب فاطمې لومړنۍ لیدنه ده.
دغه بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه په دې وروستیو کې کابل ته راغلې او خپله دنده یې پیل کړې ده.
ګوزنیش

