بیروت له ایران څخه د نوي سفیر د لېږلو غوښتنه وکړه
د لبنان د لومړي وزیر مرستیال طارق میتري ویلي چې د دغه هېواد حکومت له ایران څخه غوښتي چې بیروت ته نوی سفیر ولېږي.
گزینش19 اکتوبر 2026

الجزیرې د دوشنبې په سهار وختي، د تلې په ۱۹مه، په ځايي وخت راپور ورکړ چې میتري دا خبره له دې رسنۍ سره په خبرو کې کړې ده.
د راپور له مخې، د لبنان حکومت په دغه هېواد کې د ایران د مخکیني سفیر تر ایستلو وروسته، له تهران څخه د نوي سفیر د ټاکلو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې لبنان په مارچ میاشت کې د ایران د سفیر باورلیک لغوه کړ او هغه یې «نامطلوب شخص» اعلان کړ؛ د دې اقدام لامل د تهران له خوا «د ډیپلوماټیکو اصولو سرغړونه» بلل شوې وه.
لبنان په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل، خو دا پرېکړه په فارس خلیج کې پر خپلو ګاونډیانو د ایران د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله شوې وه.
ګوزنیش

